TG Telegram Group & Channel
منبر Menbar | United States America (US)
Create: Update:

کریسمس؛ د خیال او حقیقت تر منځ!
د کریسمس حقیقت وپېژنئ او له لمانځلو یې ډډه وکړئ!

خیال
د خلکو په خیال کې کریسمس غونډې او مېلې دي، مستي او خوښي ده، سینګار شوې روښانه ونې، عادتونه او رواجونه دي.

خو حقیقت یې بل ډول دی!

په حقیقت کې
کریسمس د نصاراوو په آند د میلاد (مولود) اختر دی.. خو د چا د میلاد؟!

دوی وایي
چې کریسمس د الله تعالی د زوی د میلاد اختر (د پیدایښت ورځ) دی، خو الله تعالی له دې څخه پاک دی، هغه تعالی فرمایي: {تَكَادُ السَّمَاوَاتُ يَتَفَطَّرْنَ مِنْهُ وَتَنْشَقُّ الْأَرْضُ وَتَخِرُّ الْجِبَالُ هَدًّا * أَنْ دَعَوْا لِلرَّحْمَٰنِ وَلَدًا * وَمَا يَنْبَغِي لِلرَّحْمَٰنِ أَنْ يَتَّخِذَ وَلَدًا} [مريم: ۹۰-۹۲].
ژباړه: نژدې ده چې اسمانونه وچوي، ځمكه څيرې شي او غرونه ټوټې ټوټې را وغورځېږي. په دې خبره چې دوی د الرحمان لپاره د اولاد د شتون دعوه وکړه؛ د الرحمان دا شان نه دی چې هغه څوك زوى ونيسي.

حقيقت
په حقیقت کې کریسمس الله سبحانه وتعالی ته ښکنځل کول دي، هغه تعالی په حدیث قدسي کې فرمایي: "د بني ادم ښکنځل ما ته دا دي؛ چې دی وایي: (الله تعالی زوی نیولی) په داسې حال کې چې زه هغه بې نیازه ذات یم چې نه مې څوک زېږولي، نه چا زېږولی یم او نه زما هیڅ سیال شته" (بخاري 4974).

نو ای د الله بنده، ای مومنه! آیا ته له هغه چا سره اختر لمانځې چې الله تعالی ته ښکنځل کوي؟!
آیا ته هغه څوک سم ګڼې چې پر دې عقیده دی چې الله تعالی زوی لري او بیا د هغه د پیدایښت یا میلاد مبارکي ورکوې؟!

پر الله تعالی ستا د ایمان، توحید، له هغه سره ستا د مینې او د هغه د تعظیم او درناوي غوښتنه او تقاضا دا ده چې ته دغه ورځ و نه لمانځې او نه پرې خوشحاله شې!

👈 پر دې پوه شه چې د امت د څلورو واړو فقهي (حنفي، مالکي، شافعي او حنبلي) مذهبونو فقهاء پر دې متفق دي چې د کفارو د اخترونو لمانځل حرام دي.

نشر یې کړئ او اجر وګټئ!

د منبر خپرندویه ادارې له خوا وړاندې کیږي.

#Menbar #madinah #Pashto #hadith #makkah #Prayer #islam #quran #afghanistan

>>Click here to continue<<

منبر Menbar

Share with your best friend
VIEW MORE

United States America Popular Telegram Group (US)