TG Telegram Group & Channel
اقْـــرَأْ - پښتو | United States America (US)
Create: Update:

📍د اسلام د دښمنانو ستره موخه: د مسلمانانو د وحدت له منځه وړل!

کشیش سایمن وایی: «اسلامی وحدت د اسلامی امت هیلې سره یو ځای کوي، او د اروپا له تسلط څخه د هغوی په خلاصون کی مرسته کوي، او بشارت(موعظه) د دغه غورځنګ د اغزی په ماتولو کی یو مهم عامل دي، نو له همدې امله باید د موعظه له لارې د مسلمانانو تمایل له اسلامی وحدت څخه واړوو.⑴

لارنس براون وايي: که مسلمانان په یو عربي امپراتورۍ کې سره متحد شي، نو د نړۍ لپاره لعن او خطر کېدای شي او یا هم د هغې لپاره نعمت کیدای شي، خو که متفرق پاتې شي، نو بې وزن او بې اغېزه به وي.

هغه د خپل خبرو په ادامه کې وایي: "عرب او مسلمانان باید جلا(متفرق) پاتې شي، ترڅو له واک او نفوذ پرته پاتې شي.⑵

آرنولد تاینبي وايي: "اسلامي وحدت ویده دي، خو موږ باید دا په پام کې ونیسو چې ویده ویښ کېدای شي."⑶

گابریل هانوتو، د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر هغه وخت کې چې کله فرانسه پر تونس باندې له سیاسي واک څخه د مذهبي واک د جلا کولو موضوع وضع کړه، خوشحاله شو چې له اسلامي اُمت سره د تونس قوي اړیکې پرې شوي، او له مکه او پخواني اسلام سره یې اړیکې منحل شوي دي.⑷

په 1907 میلادي کال، په اروپا کې یو لوی کنفرانس جوړ شو چې د اروپا د مفکرانو او سیاستوالو ترټولو مهم او لوړ پوړی غړی په کې شامل وؤ، او مشري یې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر سره وؤ، هغه په افتتاحیه وینا کې وویل: "اروپایي تمدن د انحلال او ورکیدو له ګواښ سره مخ دي، او زموږ دنده دا دي چې دا موضوع وڅیړو." "موږ د خپل تمدن د سقوط د مخنیوي لپاره د یوې اغیزمنې لارې په لټه کې یو."

کنفرانس یوه میاشت د مطالعې او بحث سره دوام وکړ.
د کنفرانس ګډونوال هغه بهرني خطرونه وڅېړل چې د غرب د زوال پر مخ تمدن له منځه وړلاى شي، او دا يې وموندله چې مسلمانان د اروپا لپاره تر ټولو ستر ګواښ دى.

د کنفرانس ګډونوالو پریکړه وکړه چې یو داسي پلان جوړ کړي چې د منځني ختیځ د هیوادونو تر منځ د هر ډول اتحاد یا تړون د مخنیوي لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي، ځکه چې د منځني ختیځ د مسلمانانو اتحاد د اروپا د راتلونکي لپاره یوازینی خطر دي.

په پای کې ،پریکړه وکړه چې یو غربی نشنلزم جور کړي چې د سویز کانال په ختیځ کې د عرب او مسلمانانو سره دښمني وکړي ، ترڅو اعراب وویشل شي. په دې توګه بريتانيا له نړيوال صهيونيزم سره د همکارۍ او اتحاد بنسټ کېښود، چې په فلسطين کې د يهودي دولت د جوړېدو غوښتنه کوله.⑸

په یو سند کې چې د لندن د اسنادو په عمومي مرکز کې د (371/5595) شمیرې لاندې ساتل کیږي، د بریتانیا استعمار سکرتر "أورمسي گو" خپل لومړي وزیر ته په راپور کې ویلي: "جګړې موږ ته دا درس راکړ چې اسلامي یووالی ترټولو لوی خطر دي چې امپراتورۍ باید په دې اړه محتاط او مبارزه وکړي!

دا یوازې انګلستان نه دی چې په دې برخه کې ژمن دی، بلکې فرانسه هم ژمن دي: دا زموږ د خوشحالې سبب دي چې اسلامي خلافت له منځه تللی او ورک شوي دي، او موږ هیله لرو چې دا به بیرته نه راګرځيدونکې وي.

د برتانیا د کورنیو چارو وزیر چارلس کلارک په 6/10/2005 کې د هریتیج په انسټیټیوټ کې وویل: "د خلافت د بیا رغونې په اړه هیڅ ډول خبرې اترې نشي کیدی، او د اسلامي شریعت د پلي کولو په اړه د بحث لپاره هیڅ ځای نشته."

لکه څنګه چې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر ډونالډ رمسفیلډ اعلان وکړ، چې د سایکس پیکو هیوادونه معتدل مسلمانان دي، پدې معنی چې دوی د امریکایې اسلام استازیتوب کوي.
هغه زیاته کړه: "هغوی غواړي چې معتدل اسلامي رژیمونه نسکور او بې ثباته کړي او خلافت تاسیس کړي."

⑴ كيف هُدمت الخـ.ـلافة (صـ١٩٠).
⑵ جذور البلاء (صـ٢٠٢).
⑶ الإسلام والغرب والمستقبل (صـ٥٢)
⑷ هانوتو (صـ٢١).
⑸ المؤامرة ومعركة المصير (صـ٢٥).

ژباړه| أقرا
🌻 @islam_iqra

https://hottg.com/islam_iqra

>>Click here to continue<<

اقْـــرَأْ - پښتو

Share with your best friend
VIEW MORE

United States America Popular Telegram Group (US)